د لاسرسي ځای

تازه خبر

په غزني کې دوه تنه وسله وال ووژل شول


افغان امنیتي چارواکي وايي، چې د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ د موشکي په کلي کې دوه تنه ماین خښوونکي د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوي دي.


د تندر قواء څخه مشال راډیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې وژل شویو وسلوالو غوښتل د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د لویې لارې په اوږدوکې ماین خښ کړي، چې خپل ماین پسې چاودلی او دواړه ماین خښوونکي په کې وژل شوي دي.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې د غزني په مرکز کې ملي اردو او ملي امنیت سرتېرو په ګډه عملیات کړي او په کې یوه اندازه سپکې وسلې، نشه يي توکي او مهمات د دوی لاس ته لویدلي دي، خو په خبرپاڼه کې د وسلو د څرنګوالي او اندازې په اړه څه نه دي ویل شوي.

د تندرقول اردو چارواکي وايي، چې د خوست، لوګر او غزني ولایتونو په اړوندو سیمو کې يې یو شمېر د پرسونل او وسایطو ضد ماینونه کشف او شنډ کړي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په نوموړو پوځي فعالیتونو کې امنیتي ځواکونو ته کوم مالي اوځاني زیان نه دی اوښتی.
XS
SM
MD
LG