د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بېلاروس کې دوو کسانو ته د جاسوسۍ په تور سزا واورول شوه


په بېلاروس کې دوو کسانو ته تر هغې وروسته سزا اورول شوې ده چې لېتوانیا ته د جاسوسۍ کولو لپاره ګرم شول.

د بېلاروس کې جي بي نن اعلان وکړ چې دا دوه کسان اي کاچورا او اې فېنزېلیاو نومېږي او ورته بالترتیب د اتو او ۱۰ کلونو بند سزا اورول شوې ده. پر دواړو کسانو د غدارۍ او د لېتوانیا استخباراتي ادارې ته د جاسوسۍ تورونه ثابت شوي دي. دا کسان د ۲۰۱۲ز کال په مارچ کې نیول شوي ول. په دې اړه نور تفصیل نه دی ورکړل شوی. په دې اړه لا حکومت رسمي بیان هم نه دی ورکړی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG