د کندهار سیمه ییز مسوولین وایي، چې په دې ولایت کې نن غرمه یو پولیس د نامعلومو وسله والو له خوا وژل شوی.
د کندهار د والي ویاند جاوید فیصل وایي، دغه پولیس د دې ښار د شهیدانو په چوک کې وسله والو ویشتلی او له سیمې تښتېدلي دي.
خو دا په کندهار لومړی وار نه دی، تر دې مخکې هم افغان سرتیري، قومي مشران او نور مهم کسان د نامعلومو کسانو له خوا په ډزو وژل شوي.
تر اوسه هیچا د دې پولیس د وژل کېدو مسوولیت نه دی منلی.