د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان حکومت د امریکا د استخباراتو څېړنه رد کړه


د افغانستان حکومت د دې هیواد راتلونکي وضیعت په اړه د امریکا ملي استخباراتو څېړنه په سختو ټکو رد کړې ده.


واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په دې وروستیو کې د امریکا د استخباراتو یوه څېړنه خپره کړه چې په کې ویل شوي، په افغانستان کې د تېرو درو کلونو لاسته راوړنې تر ۲۰۱۷ ز کاله په جدي توګه له خطر سره مخ دي.

د افغان ولسمشر حامد کرزي ویاند اېمل فیضي پرون مشال راډیو ته وویل، تر دې مخکې هم دا ډول راپورونه او اټکلونه ناسم زبات شوي دي.

اېمل فیضي همدارنګه ټینګار وکړ چې که چېرې دا ډول تحلیلونه یا شننې طالبانو ته د افغانستان د یوې سیمې د سپارلو د طرحې یوه برخه وي، هیڅکله به بریالي نه شي.

د امریکا استخباراتو په دې ارزیابۍ کې راغلي، که چېرې د کابل او واشنګټن ترمنځ امنیتي تړون ژر لاسلیک نه شي، ښايي افغانستان په نژدې راتلونکې کې له ګډوډیو سره مخامخ شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG