د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران او د نړۍ شپږو ځواکمنو هیوادونو خبرې بیا پیل کړې


د ایران او د نړۍ د شپږو ځواکمنو هیوادونو د پوهانو تر منځ د ایران د لانجمن ایټمي پروګرام په اړه د خبرو اترو دریم پړاو نن په جنېوا کې پیل شوی دی.

د دې خبرو اترو هدف دا دی چې د تېرې میاشتې د شوي مهم ایټمي تړون د پلي کولو لپاره چوکاټ وټاکي.

له هغه وروسته د خبرو اترو دوه پړاونه تر سره شوي دي چې ایران د نومبر پر څلرویشتمه نېټه پر دې سلا شوي چې د خپل لانجمن ایټمي پروګرام ځینې برخې تر شپږو میاشتو وځنډوي. هغوی دا هوکړه د محدودو بندیزونو د لرې کولو په بدل کې وکړه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG