د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شام ولسمشر پوپ فرانسز ته لیک لېږلی دی


د شام ولسمشر بشارال اسد پوپ فرانسز ته یو نجي خط لیږلۍ. ویټیکن پرون په یوه بیان کې وویل چې ولسمشراسد دا پیغام د یوه پلاوي په لاس پاپ ته استولۍ، خو د ویټیکن په بیان کې د دې لیک تفصیل ندۍ ورکړل شوی.

د رپورټونو له مخې د شام یوې ډلي ویټیکن ته د سفر په ترڅ کې له مذهبي مشرانو او د بهرنیو چارو له مشر ډومینیک ممبرتي Dominique Mamberti سره کتلي .

پاپ فرانسیز څوځلې په شام د سولې لپاره غږ کړی او د کرسمس په وینا کې یی هم د شام ذکر کړی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG