د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مصر په قاهره کې نښتو پنځه تنه وژلي دي


د قاهرې په یو اسلامي پوهنتون کې د امنیتي ځواکونو او د اخوان ال مسلمین تر منځ په نښتو کې یو زده کوونکی او څلور نور کسان وژل شوي دي.

په ال اظهر یونیورسټۍ کې پرون د خالي په ورځ د تشدد په پیښو کې څه نا څه شپیته کسان نیول شوی هم دي.

د اخوان ال مسلمین پلوي ذدهکونکیو په پوهنتون کې نور کسان امتحانونو ته نه پریښودل، او څو ذدهکونکیو د دغه یونیورستۍ ودانۍ ته اور هم واچوو، چې وروستو پولیسو او نورو امنیتي ځواکونو د مظاهره چیانو د خورولو لپاره اوښکي بیونکي ګیس استمال کړ. په دغه نښتو کې یو نولس کلن ذدهکونکی ووژل شو.

پولیس وایي کوم کسان چې یي نیولي دي، هغوي وسلي لرلي، او پیټرول بمونه هم ورسره وو. په ال اظهر یونیورسټۍ کې دا نښتې د تیري جمعې د ورځې د تشدد د پیښو وروستو پیل شوې چې په دغه هیواد کې څلور کسان ووژل شو، په مصر کې دا مظاهري هغه وخت زیاتې شوې، چې حکومت اخوان ال مسلمین یو ترهګر تنظیم وګرزوو.
XS
SM
MD
LG