د لاسرسي ځای

تازه خبر

سرتاج عزیز: پاکستان له افغان طالبانو سره غير رسمي اړيکې لري


په ملي امنيت او بهرنيو چارو کې د پاکستان د وزیراعظم سلاکار سرتاج عزیز وايي، له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرې د افغان دولت خپل مسووليت دى او پاکستان به يې يوازې مرسته کوي.


سرتاج عزيز له مشال راډيو سره په ځانګړې مرکه کې وويل؛ پاکستان پر افغان طالبانو کنټرول نه لري، خو غير رسمي اړيکې ورسره لري.

ده وويل، له افغان طالبانو سره د سولې خبرې پرمخ بېول د افغان دولت خپل مسووليت دى:

افغان دولت له څو کلونو راهيسې هڅه کوي، د سولې عالي شورا په مرسته له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرې وکړي.

وسله والو طالبانو له افغان دولت سره له مستقيمو خبرو ډډه کړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG