د لاسرسي ځای

تازه خبر

'ډېر ژر به هلمند له طالب وسله والو پاک شي'


د هلمند چارواکي وايي، په شمالي ولسواليو کې يې د دولت د وسله والو مخالفانو د نفوذ مخنيوي ته خاص تدابير نيولي دي.


د برتانيا د پوځ لوى درستيز جنرال سر پيټر وال پرون يوې برتانوۍ ورځپاڼې ته وويل, "د هلمند هغه شمالي سيمې چې بريانوي ځواکونو له طالبانو نيولي دي، ښايي د دغو ځواکونو تر وتلو وروسته بېرته د طالبانو په لاس ورشي".

خو د هلمند د والي وياند عمر ځواک مشال راډيو ته وويل چې د دې ولايت شمالي ولسوالۍ به ډېر ژر د طالبانو له موجوديت څخه پاکې شي.

په افغانستان کې څه باندې لس زره برتانوي پوځیان دېره ول چې یو شمېر یې سږ کال خپل هیواد ته ستانه شول.

د برتانیا د دفاع وزارت ویلي، حکومت په پام کې لري چې د راتلونکي کال تر پایه له افغانستانه خپل ټول جنګي پوځیان وباسي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG