کابل ته ستانه شوي کډوال ژمنۍ مرستې غواړي
د ژمي له رارسېدو سره سم کابل ته له ایران او پاکستانه یو شمېر راغلي کډوال له حکومته غواړي چې له دوی سره بنیادي ضروري مرستې وکړي. دغه کډوال چې د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې په خیمو کې ژوند کوي وایي چې؛ د سون توکي، اوبه او خوراکي مواد نه لري او له حکومته د مرستو غوښتنه کوي. دوی همدا راز له حکومت نه غواړي چې ماشومانو ته یې د لیک او لوست بندوبست وکړل شي.