د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مصر اخوان المسلمین یو ترهګر تنظیم وګرځول شو


په مصر کې د پوځ په ملاتړ جوړ حکومت په رسمي ډول اخوان المسلمین ترهګر تنظیم ګرځولی دی.


دا اعلان پرون د لوړو زده کړو وزیر حسام عیسا وکړ. د کابینې فرمان د اخوان المسلمین فعالیتونه، مالي معاملې او غړیتوب جرم ګرځوي.

د مصر لرې کړل شوی ولسمشر محمد مرسي له دې ډلې پورې تړاو لري. د دې ډلې ملاتړي، د محمد مرسي تر واکه له لرې کېدو راهیسې مظاهرې کوي. نوموړی د جولای پر درېیمه له واکه لرې کړل شو.

د اخوان المسلمین یوه مشر پرون وویل، د دوی تنظیم به پر بندیز سربېره خپلو احتجاجونو ته دوام ورکوي. مصري چارواکي پر اخوان المسلمین د یو شمېر حملو کولو تور پورې کوي. په دې کې، په منصوره ښار کې د پولیسو پر مرکزي دفتر د سې شنبې ورځې موټر بمي حمله هم شامله ده.

په هغه برید کې ۱۶ کسان وژل شوي او له ۱۰۰ زیات ژوبل شوي ول. اخوان المسلمین په بیا بیا له دې توره انکار کوي او انصار بیت المقدس په نوم یوه ډله د دې حملو پړه مني.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG