د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ترکیې وزیر اعظم په کابینه کې بدلونونه اعلان کړل


نوموړي دا اعلان تر هغې وروسته وکړ چې د کابینې درو وزیرانو د درغلۍ د تورونو په نتیجه کې استعفا ورکړه. اردغان پرون د چارشنبې پر ورځ له ولسمشر عبداله ګل سره د تړلیو دروازو شا ته تر غونډې وروسته د ۱۰ وزیرانو بدلولو اعلان وکړ.


تر دې مخکې، د اقتصاد، کورنیو چارو او چاپېریال (یا ماحولیاتو) وزیرانو ځکه استعفا ګانې ورکړې چې د درو واړو زامن د لوی رشوت معاملې پلټنو لپاره ونیول شول.

اردغان له اروپايي ټولنې سره د اړیکو وزیر هم بدل کړ ځکه چې هغه هم د درغلۍ په دې معاملې کې راغلی دی. اردغان وايي، د درغلۍ تورونه بې اساسه دي خو د ماحولیاتو پخواني وزیر اردغان بېرکتار ورباندې غږ کړی دی چې استعفا دې ورکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG