د لاسرسي ځای

تازه خبر

امريکايي چارواکو د کرسمس په مناسبت خپل پوځيان وستايل



لوړ پوړو امریکايي چارواکو د عيسويانو د اختر يا کرسمس په مناسبت د خپلو ځواکونو فعاليتونه ستايلي دي.


د امريکا د دفاع وزير چک هېګل په يوه ټیليفوني تماس کې په افغانستان کې دېره امريکايي پوځيانو ته د کرسمس مبارکي ويلې او په افغانستان کې يې د دوی د خدمتونو درناوى کړى دى.

د امريکا د ولسمشر مرستيال جوبايډن او د هغه مېرمنې جېل په امريکا کې يو پوځي صحي مرکز وکوت، چې په افغانستان کې ټپي شوي سرتېري په کې تداوي کېږي، دوي دغو ټپي شويو ته د خوشحاله کرسمس غوښتنه وکړه.

د امريکا ولسمشرپه يوه راډيويي وينا او انټرنټي پيغام کې وويل، چې له افغانستان او عراق څخه ډېرى امريکايي سرتېري وتلي، خو د امريکا ملت بايد د جبران لپاره نورې لارې چارې ومومي.

د امريکايي سرتېرو د خدمت په اړه په داسې حال کې امريکايي چارواکي څرګندونې کوي، چې د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنيتي تړون د لاسليک پر سر چنې روانې دي.
XS
SM
MD
LG