نن د چارشنبې پر ورځ په کوټه کې د عوامي نېشنل پارټۍ له لوري رابلل شوې ټول ګوندیره غونډه کې د پیسو لپاره د تښتونو خلاف په یوه پرېکړه لیک کې د بلوچستان له صوبايي او د پاکستان له وفاقي حکومته غوښتنه وکړل شوه چې په دغه پېښو کې د لاسلرونکو او د هغوی سرپرستي کوونکو ډلو ټپلو پر ضد دې سخته کاروايي وکړل شي. دا ټول ګوندیزه غونډه د اې اېن پي د تښتول شوي مشر ارباب عبدالظاهر کاسي د راخوشي کېدو په مناسبت رابلل شوې وه. په غونډه کې د پاکستان پر استخباراتي ادارو غږ وشو چې هغوی دې له وسله والو ډلو سره خپل اړیکي وشلوي.
دغې غونډې ته د اې اېڼ پي، پښتونخوا ملي عوامي پارټي، جمعیت العلماء اسلام ف او نظریاتي، بلوچستان نېشنل پارټي او د ځینو نورو ګوندو استازي ورغلي ول.
د مشال خبریال خدای نور ناصر کښلي تصویرونه
'د پاکستان استخباراتي ادارې دې له وسلوالو سره اړيکي وشلوي'

۱
کوټه کې د عوامي نېشنل پارټي له لوري رابلل شوې ټول ګوندیزه غونډه

۲
Baluchistan: All parties conference Quetta. 25dec2013

۳
کوټه کې د عوامي نېشنل پارټي له لوري رابلل شوې ټول ګوندیزه غونډه

۴
کوټه کې د عوامي نېشنل پارټي له لوري رابلل شوې ټول ګوندیزه غونډه