د پېښور کوهاټۍ کلیسا کې مړاوی کریسمس
د پیښور په کوهاټي چرچ کې سږکال په سیپتېمبر میاشت کې د ځانوژونکو بریدونو له کبله سږنی مسیحي اختر(کریسمس ) ډېر په سادګۍ سره ولمانځل شو. په کلیسا کې شاوخوا د هغه ۸۲ تنه وژل شویو عبادتکوونکو عکسونه ښودل شوي چې د سیپټېمبر پر ۲۲ مه نېټه په دوو ځانوژونکو چاودنو کې یې ژوند له لاسه ورکړی وو. په کوهاټۍ کلیسا کې راټول شويو کسانو د خپلو خپلوانو پر تصویرونو ویر کولو.