د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل: په چاودنه کې درې پولیس ټپيان شوي


د کابل د امنیه قومندانۍ چارواکي وایې، نن سهار د رموټ کنټرول ماین په چاودنه کې درې پولیس ټپيان شوي دي.


د کابل امنیه قومندان جنرال ظاهر مشال راډيو ته وویل، دا پېښه د کابل په شپاړسمه ناحیه کې هغه مهال وشوه، چې پولیس هلته د دوو ځای پر ځای شویو راکټونو د شنډولو لپاره ورغلل:

"کله یې چې غوښتل راکټونه شنډ کړي، نو ځای پر ځای شوی راکټ ته تر رسیدو مخکې هلته یو بل ماین هم ایښودل شوی وو چې؛ له لیرې کنترول کیدی او وچاودید."

ښاغلي ظاهر وویل، چې په دې تړاو یو کس نیول شوی او له هغه څخه څیړنې رواني دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG