د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزيرستان کې نن په شپږمه ورځ هم کرفيو نافز ده


د پاکستان په قبائلي سيمه شمالي وزيرستان کې نن په شپږمه ورځ هم کرفيو نافز ده چې له وجې يي د سيمې خلک له يوشمېر مشکلاتو سره مخامخ دي.

ځايي خلکو نن مشال ريډيو ته ويلي دي چې دوي د خوراکي شيانو او نورو اسانتياؤ له کموښت سره مخامخ دي.

په وزيرستان کې کرفيو روسته له هغو لګول شوی چې د تير زيارت په ورځ د ځايې خلکو په وينا په ميرعلي او شاوخوا کلو امنيتي ځواکونو روسته له هغو د توپو ګولۍ وداغلې کله چې وسله والو طالبانو د چارشنبې په ورځ په ځانمرګې بريد کې څلور پوځيان ووژل .

د ميرعلي وسيدونکي وايي چې د پوځ لخوا په بمبارۍ کې شا وخوا ۴۴ کسان وژل شويدي . پوځ د ولسي وګړو د وژل کيدو په اړه څه نه دي ويلي البته ادعا کوي چې اوويشت وسله وال يي وژلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG