د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان د پوځ مشر وايي وسلوالو لره به غاښ ماتې ځواب ورکوي.


د ای ايس پي آر لخوا پرون په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي جنرال راحيل شريف وايي د وسلواو حملې به هيڅ کله برداشت نه کړي او پرضد به يې سخته کاروايې کوي .

البته د ده په خبره پوځ له وسلوالو طالبان سره د حکومت د سولې خبرو پوره پوره ملاتړ کوي. ياده دی وي چې د دی اونيو په ړومبيو ورځو کې د پاکستان وزيرعظم ويلي وو چې د دوي لومړۍ ترجيح به له طالبانو سره د سولې خبرې وي او اخری حل به د پوځي طاقت کارول وي.

خو د پاکستان حکومت لخوا له طالبانو سره لومړې د مزاکراتو لار خپلولو علان څو ګڼټې وروستو طالبانو د حکومت دغه وړنديز رد کړو او وی ويل چې له حکومت سره د سولې خبرې بې معنی دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG