د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګونړ: ولسي وګړو له طالب وسله والو سره جګړه کړې


د کونړ چارواکي وایي، د دغه ولایت په شیګل ولسوالۍ کې د شلتن درې د اوسیدونکو او وسله والو طالبانو تر منځ جګړه کې دوه وسله وال طالبان او یو ملکي وګړی وژل شوي دي.


د شیګل ولسوال "ظاهر ساپي" مشال راډیو ته وویل چې؛ دا پېښه د جعمې پر ماښام شوې ده.

نوموړی وایي، جګړه هغه مهال پیل شوه چې؛ طالبانو په شلتن دره کې د خلکو د کورونو له منځه د پولیسو پر پوستو بریدونه کول چې؛ د سیمي اوسیدونکو مخالفت ورسره وکړ.

په همدې حال کې د سیمي اوسیدونکو مشال راډیو ته ویلي چې؛ وسله والو طالبانو تر دغې جګړې وروسته درې ملکي کورونه هم سوځولي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG