د امریکا ولسمشربارک اوباما ۲۰۱۴ کال د امریکا لپاره د لویو پرمختګونو کال وباله او ویې ویل چې، امریکایي ځواکونه به هم په دې کال کې له افغانستانه ووځي.
اوباما په سپینه ماڼۍ کې د ۲۰۱۳ کال په وروستي خبري کنفرانس کې نوی میلادي کال د امریکا لپاره له اقتصادي پلوه د پرمختګ کال وباله؛ خو د نړیوالو مسایلو په اړه یې هم د افغانستان د جګړې یادونه وکړه او وې ویل ، چې په ۲۰۱۴ کال کې به امریکایي ځواکونه له دې هېواده ووځي.
اوباما د روان کال په فبروۍ میاشت کې د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو اعلان وکړ.
امریکایي چارواکو ویلي چې، له ۲۰۱۴ کال وروسته به یو لږ شمیر عسکر د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړاو د ترهګرۍ ضد جګړې لپاره په افغانستان کې پریږدي.
خو په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو پاتې کېده په هغه امنیتي تړون پورې تړلې چې؛ افغان ولسمشر حامد کرزي یې له لاسلیک کېدو ډډه کړې ده.