د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا و جنوبي سوډان ته یوه پوځي ډله استولې ده



د امریکا ولسمشر بارک اوباما جنوبي سودان ته د یوې امریکایي پوځي ډلګۍ د استولو امر وکړ؛ څو هلته د شخړو له زیاتیدو سره د امریکا د سفارت امنیت خوندي کړي.


اوباما وویل چې، پنځه څلویښت پوځیان جنوبي سوډان ته واستول شول او په وسلو سنبال دغه عسکر به هلته د امریکایانو او د امریکا د شتمنیو ساتنه وکړي. د امریکا ولسمشر زیاته کړه چې؛ دغه ځواکونه به تر هغو په جنوبي سوډان کې وي چې هلته وضعیت نه وي ښه شوي.

د امریکا ولسمشر په یوه بیان کې د جنوبي سوډان وضعیت ته اندیښنه څرګنده کړه او هلته یې د شخړو د سمدستي دریدو غوښتنه وکړه.

د روانې اونۍ په پیل کې امریکا خپلو ټولو کارکوونکو ته امر وکړ چې، له دې هیواده ووځي.

بل لور ته پرون هند وویل چې؛ درې هندیان چې په جنوبي سوډان کې یې د ملګرو ملتو لپاره کار کاوه وژل شوې دي.

په جنوبي سوډان کې روانه اونۍ قومي جګړې پراخې شوې. جنوبي سوډان د سوډان یوه برخه وه او دوه کاله مخکې د یوه خپلواک هیواد په توګه له سودانه بیل شو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG