د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کبيرمکمل انځورګري

کبيرمکمل په اسټرالیا کې ژوند کوي. له تېرو څلورو کلونو راهيسې په کابل کې لګیا دی. دی (سټريټ آرټ) انځورګري کوي. (سټريټ) په انګریزۍ کې کوڅې یا سړک او (آرټ) هنر ته وايي. نو سټريټ ارټ داسې ډيجيټل او ګرافيک انځورګري ده چې؛ انځورګر ځينې رسمونه د کوڅو پر دیوالونو او کله هم په څلورلارو کې پر لویو لوحو کاږي. مکمل هنر یو پوست او نرم قوت بولي. د کبیرمکمل له انځورونو یې یو د کانکريټي دیوال انځور دی چې؛ په زنځير خلاص شوی، یو ټوپک دی چې خوله یې د اوبو د نل غوندې ده او اوبه ترې څاڅي یو کلاشینکوف دی چې میل یې د څښتن خوا ته ورتاو شوی.

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG