ولسمشر حامد کرزي پرون د پنجشنبې پر ورځ د ولسي جرګې د امنیتي او نړيوالو اړيکو د کمېسيونونو له غړو سره په کتنه کې د افغانستان او امریکا ترمینځ د امنیتي، دفاعي تړون په اړه خبرې وکړې.
د افغانستان جمهوري ریاست په یوه بیان کې وايي؛ چې په دې کتنه کې ښاغلي کرزي یوځل بیا له امریکا سره د امنیتي سند د لاسليکولو لپاره د افغانستان پر شرایطو، یعنې د سولې د خبرو اترو پر عملي او رسمي پیل او د افغانانو پر کورونو د بهرنیو ځواکونو د هوايي او ځمکني عملیاتو پر بندېدلو، ټينګار وکړ.
د ولسي جرګې د کورني امنیت کمیسیون تېره اونۍ په خپله غونډه کې پرېکړه وکړه؛ چې د ځینو مهمو مسایلو او له هغې ډلې د کابل او واشنګټن ترمینځ د امنیتي تړون او انتخاباتو په اړه د بحث لپاره به له ولسمشرکرزي سره ګوري.