د لاسرسي ځای

تازه خبر

هنګو: د وسله والو برید کې ځايي مشر عزت ګل سخت ژوبل



د هنګو تاڼې سید حنیف مشال ریډیو ته وویل چې مقامی مشر حاجي عزت ګل نن له بازاره کور ته په خپل ګاډی کې روان و چې په لاره کې د نامالومو کسانو پرې ناتاره ډزې وکړې او هغه یې سخت ژوبل کړ.


چارواکي وايي، د برید مهال د هغه کوچنۍ زوی هم په ګاډي کې ورسره وو خو هغه روغ رمټ دی.

مقامی مشر د زخمیکیدو وروسته هغه د هنګو هسپتال ته رسول شوی دی.
د راپورونو ترمخه برید ګر په تېښته بریالي شوي دي.
شاوخوا۵۰ کلن حاجي عزت ګل د هنګو شاهو خېلو اوسدونکې دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG