د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې د اسیا هېوادونو د اړیکو په اړه سیمنار


نن (پنجشنبه) په کابل کې د افغانستان او مرکزي اسیا د هېوادونو د اړیکو په اړه یو دوه ورځنی سیمنار پیل شو.


د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز د انسټیټوټ رییس داوود مرادیان نن خبریالانو ته وویل چې؛ د دغه کنفرانس د جوړیدو هدف متقابله پیژندنه او د منځنۍ اسیا د هېوادونو تر منځ د اړیکو ښه والی دی.

"د دغه کنفرانس اصلي هدف دا دی چې موږ غواړو زموږ په سیمه ییزو اړیکو کې یو ډول توازن رامنځته شي او د پاکستان د ارزښت ترڅنګ دا مهمه ده چې د منځنۍ اسیا له هیوادونو سره هم خپلې اړیکې پیاوړې کړو."

په دې کنفرانس کې چې سبا هم دوام کوي د شاوخوا شلو اسیايي هیوادونو استازیو برخه اخیستې ده.

ګډونوال پر اقتصادي مسایلو، له مخدره موادو سره د مبارزې،ددغو هیوادونو ترمنځ د ښې پیژندنې او د اړیکو د ښه والي پر سر له یو بل سره خبرې کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG