د لاسرسي ځای

تازه خبر

روس د توغنديو د لګولو پریکړه نه ده کړې


د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، هېواد یې تر اوسه پورې پرېکړه نه ده کړې چې په خپل لوېدیځ محاط کلینګراد کې سکندر توغندي ځای پرځای کړي.


ده وویل، چې د دغو توغندو، چې اتوم لېږدولی شي، ځای پرځای کول په اروپا کې د دفاعي ډال په توګه د امریکا د توغندو د پلان په ځواب کې د روسیې یوازینی انتخاب دی.

پوتین په خپله کالنۍ خبري غونډه کې د اوضاع په اړه د ارام اوسېدو غوښتنه وکړه، ویې ویل: د توغندو په اړه خبرې څه نوې مساله نه ده او دا یو منظقي ځواب دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG