د لاسرسي ځای

تازه خبر

بدخشان: د طالبانو پر ضد وسله وال پاڅون پیل شوی


د بدخشان امنیتي چارواکي وايي، په جرم ولسوالۍ کې په لسګونو کسانو د طالبانو پر ضد پاڅون کړی.


د بدخشان د امنیې قومندانۍ د امنیت امر سید جهانګیر مشال راډیو ته وویل، دا کسان نن (پنجشنبه) د جرم په دهنه خستک سیمه کې د طالبانو پر ضد راپاڅیدلي چې په وسلو هم سمبال دي.

ښاغلي عمرخیل وویل، په دهنه خستک سیمه کې د بیروچو یو کان موجود دی چې طالبان ورته د رسیدو په خاطر وخت ناوخته له افغان ځواکونو سره نښتې کوي او د سیمې خلکو ته یې ستونزې پیدا کړي دي.

تیره اونۍ د پروان چارواکو وویل چې؛ د دې ولایت په سیاګرد ولسوالۍ کې خلکو د طالبانو پرضد پاڅون کړی دی.

وسلوالو طالبانو د سیاګرد ولسوالۍ پاڅون رد کړی، خو د بدخشان د جرم په ولسوالۍ کې د وروستي پاڅون په اړه یې څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG