امریکا له جنوبي سوډانه خپل ۱۲۰ ډېپلوماټان او د سفارت کارکوونکي ایستلي دي.
امریکا دا ګام تېره ورځ هلته د روان تاوتریخوالي له کبله اخیستی دی. برتانیا هم ویلي دي چې د خپل سفارت ځینې کارکوونکي له هغه ځایه باسي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون ویلي، داسې ښکاري چې په جنوبي سوډان کې تاوتریخوالی خپرېږي.
د یکشنبې له ورځې راهیسې په روانه سخته جګړه کې تر ۵۰۰ پورې کسان وژل شوي دي. دا جګړه د ولسمشر سلوا کییر او پخواني مرستیال ولسمشر ریک مچار پلویو ځواکونو ترمنځ روانه ده.
له جګړې د بچ کېدو په موخه شاوخوا ۲۰۰۰۰ کسانو په پلازمېنه جوبا کې د ملګرو ملتونو په ودانۍ کې پنا اخیستې ده.
سلوا کییر او ریک مچار له مخالفو نسلي ډلو دي. ملګرو ملتونو اندېښنه ښودلې ده چې د دواړو ډلو پلویانو تر منځ نښتې په پراخه توکمیزه یا نسلي شخړه بدلېدای شي.
جنوبي سوډان د نړۍ تر ټولو نوی هیواد دی. دا هیواد په ۲۰۱۱ز کال کې د سوډان په دوو برخو تر وېش وروسته جوړ شو.