د تحريک انصاف مشر عمران خان نوښار اکوړه خټک کې د ګوزڼ یا پوليو ضد مهم پرانسته وکړه. بر دې موقع د خېبر پښتونخوا وزير اعلا پروېز خټک او د صحت وزير شوکت يوسفزی هم موجود وو.
عمران خان د پوليو ضد مهم پرانستنې په موقع غونډې ته په وينا کې وويل چې هغه پخپله د مهم مشري کوي او ډير زر به خيبر پښتونخوا د ګوزڼ له وایرسه پاکه صوبه وګرځي.
عمران خان د ګوزڼ ضد مهم کارکونکو قربانیانې وستايلې او زياته يې کړه چې د ګوزڼ ضد پر کارکونکو حملې کول له اسلام سره مينه نه ده.
ياده دې وي چې نوښار ضلع او د پېښور په ځینو يونين کونسلونو کې له ننه د ګوزڼ ضد مهم پيل شو.