د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ډاکټر شکیل اپرېدي مقدمه کمیشنر اېف سي آر ته واستول شوه


د فاټا عدالتي جرګه ګۍ (ټريبيونل) له ناقانونه تنظيمونو سره د اړيکو په تور بندي د ډاکټر شکيل اپرېدي مقدمه کمیشنر ايف سي آر ته بېرته ليږلې ده.


فاټا ټريبيونل په خپله فيصله کې وويل چې د کمیشنر لخوا شوې پرېکړه جوته نه ده نو ځکه يې دا مقدمه کمشنر ايف سي آر ته بيرته لېږلې۔

فاټا ټريبيونل کمشنر ايف سي آر ته هدايات جاري کړل چې د ډاکټر شکيل اپرېدي پر مقدمه دې د ايف سي آر دري پنځوستم ۵۳ سېکشن لاندي واضحه فيصله وکړي. د ډاکټر اپرېدي وکيل د کمشنر د فيصلې خلاف فاټا ټريبيونل کې اپيل کړې وو او غوښتنه يې کړې وه چې دا مقدمه دې سردوارې شروع کړل شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG