د لاسرسي ځای

تازه خبر

جان کري چین ته د فلپین په اړه خبرداری ورکړ


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري فلیپین ته د سفر پرمهال نن د سېشنبې پر ورځ چین ته د دې هېواد په جنوبي سمندر کې د دفاعي ساحې د اعلان له امله خبرداری ورکړ.


چین مخکې د چین په ختیځ سمندر کې دفاعي ساحه اعلان کړې وه.

د چین په ختیځ سمندر کې په لانجمنو ټاپوګانو د پیکنګ له خوا د دفاعي ساحې د اعلان له امله د جاپان او چین ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوې دی.

جان کري وویل، چین باید په سیمه کې له یو اړخیزو اعمالو ډډه وکړي.

ده وویل، امریکا به په سیمه کې د خپلو ملګرو په څنګ کې ودریږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دغه راز وویل، واشنګټن به د فلیپین پوځ ته د څلویښتونو میلیونو ډالرو نوې مرسته ورکړي، ترڅو د خپلو اوبو ساتنه وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG