د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګڼ سیندیان د بلوڅ لاریونکونکو هرکلی کوي


د لاریون مشر ماما قدیر بلوڅ وایي، په سند صوبه کې ډېرې خلک او ښځې د دوی هرکلی کوي چې له وجې یې احتجاجي کاروان نسبتا په کرار خپل منزل لور ته درومي.


د تريتم کړو بلوڅانو د خوشې کولو په موخه له کراچۍ روان شوی لاریون د سند صوبې ټټې ضلعې ګارو ښارګوټي ته ورسېدلی. دغه لاریون له کراچۍ د اسلام اباد اباد پر لور د داخلي سیند له بیلا بیلو برخو تېرېږي چې په لار کې د ځینو سیندي ملتپالو ګوندونو لخوا یې تود هرکلی شوی دی.

د لاریون مشر ماما قدیر بلوڅ وایي، په سند صوبه کې ډېرې خلک او ښځې د دوی هرکلی کوي چې له وجې یې احتجاجي کاروان نسبتا په کرار خپل منزل لور ته درومي.

ماما قدیر نن د سېشنبې(نهې) په سهار له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل پرون د دوشنبې (ګل) پر ورځ هرکلي ته د راوتلو خلکو د ګڼې ګوڼې له وجې په ټوله ورځ کې دوی یوازې ۶ کیلومیټره لار وهلې ده.

''موږ چې له کراچۍ راوتلي یو، تر نن پورې په زرګونو خلکو زموږ هرکلی کړی دی. موږ په نیشنل های وې سړک روان یو او د ټټه ضلعې ګاړو ښار ته رسیدلي یو. سینديانو په هر ځای کې زموږ توده هرکلی کوي د خلکو د ګڼېګوڼې له وجې زموږ کاروان سوکه سوکه مخ پر وړاندې ځي''

د ماما قدیر بلوڅ په خبره له کوټې تر کراچۍ لاریون یې بلوچستان په خاوره کې وهلی وو، هغه وخت به دوی هره ورځ له ۳۰ تر ۴۰ کیلومیتره پورې لار وهله، هلته د سړک له غاړې کلي او ښارونه لېرې دي او په سیند صوبه کې بیا زیاتره کلي د هغو لارو په سر پراته دي چې لاریون ترې تېرېږي.

د سیندۍ ژبې خبریال ریاض سهیل وایي د ماما قدیر او د هغه د ملګرو لاریون ته د سیاسي ګوندونو په پرتله سیندي ملتپالو ډلو ډېر هرکلی دی او یاد لاریون پر ځایي ولس دومره اغیز کړی دی چې تېره ورځ سيمه ایزو خلکو هم د ګولارچي سيمې څخه تر بدین سېمې پورې لاریون کړی دی.

''له بلوچستانه پس په سيند صوبه کې هم د خلکو له دې لاریونکونکو سره خواخوږي پیدا شوې ده. یو خو په سیند کې زیاتره خلک نسلي بلوڅان دي، بل د سیندیانو او بلوڅانو کلچر هم چندانې توپیر نه لري او دریم دا چې په سیند صوبه کې هم ځینې بیلتونپالې ډلې شتون لري او د دې ډلو هم ګڼ غړي تريتم کړل شوي دي نو دا وجه ده چې دې لاریونکونکو غږ د سیند صوبې ملتپالو هم د خپله زړه اواز بولي او د دوی هرکلی کوي''

د ریاض سهیل په خبره د ورکو بلوڅانو د خوشې کولو لپاره روان شوی لاریون د سیند صوبې له پراخې سېمې تیریږي او شاید د سیند له خاورې څخه په وتلو کې یاد لاریون د یوې میاشتې څخه زیات وخت واخلي. د هغه په خبره له ډېرې مودې وروسته دا لاریون په سیند صوبه کې ترسره کیدونکې د ځانګړي نوعیت لویه سرګرمي ده چې اغیز به یې تر ډېرې مودې پاتې وي.

یاده دې وي د تريتم کړو بلوڅانو د راخوشې کولو په موخه د اکتوبر په ۲۷ نیټه د بلوچستان له مرکزي ښار کوټې د هغوی خپلوانو تر کراچۍ لاریون وکړ، په کراچۍ کې له څو ورځو احتجاج وروسته دغه احتجاجي کاروان چې ۴۰ مېرمنې او ۱۰ نارینه په کې شامل دي د دیسېمبر پر ۱۳ نیټه اسلام اباد ته په پښو روان شوي دي.
XS
SM
MD
LG