د لاسرسي ځای

تازه خبر

کامرون: د کابل او واشنګټن تړون به ژر لاسلیک شي


د برتانيا وزیراعظم وايي، باور لري چې د کابل او واشنګټن ترمنځ امنیتي او دفاعي تړون به لاسلیک شي.


ډیوډ کامرون پرون د دوشنبې پر ورځ د هلمند ولایت د ناڅاپي کتنې پرمهال وویل، په دې موافقې سره به له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته د افغان ځواکونو د روزنې نړېوال ماموریت پرمخ بیولو ته لاره هواره شي.

نوموړي وویل، برتانیه به په ټاکل شوې نیټه له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي خو کامرون ټینګار وکړ چې؛ په سمه توګه له ۲۰۱۴ کال وروسته د روزونکي ماموریت د پلانولو لپاره به دا غوره وي چې؛ کابل او واشنګټن په خپلو کې امنیتي تړون ولري.

ولسمشرحامد کرزي له هند په خپله وروستۍ کتنه یو ځل بیا ویلي چې له امریکا سره د امنیتي تړون په اړه به له خپلو شرطونو تېر نشي.

برتانیا دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۵ زره او ۲ سوه سرتیري لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG