د هرات د مرکزي روغتون چارواکي وایي، د روغتیا وزارت په پام کې لري د ستارې په نامه هغه میرمن چې د میړه له خوا یې پوزه او شونډه پرې شوي، د درملنې لپاره ترکیې ته واستوي.
د هرات د حوزوي روغتون مطبوعاتي مسول محمد رفیق شیرزي نن مشال راډيو ته وویل، چې د دې میرمنې روغتیا اوس ښه ده.
ددې میرمنې پوزه او شونډه د تیري جمعې په شپه د هرات په انجیل ولسوالۍ کې د نوموړې د خاوند لخوا پرې شوي دي.