د لاسرسي ځای

تازه خبر

کونړ: په یوه برید کې څلور وسله وال طالبان ووژل شو


د کونړ سیمه ییز چارواکي وایې، په چپې درې ولسوالۍ کې د ملي اردو د توپچې انداخت په نتیجه کې څلور وسله وال طالبان وژل شوي او دوه تنه ټپیان شوي دي.


د ۲۰۱ سیلاب قول اردو ویاند هارون یوسف زي مشال راډیو ته وویل، چې دا پيښه نن تر غرمې مخکې د یادي ولسوالۍ په یوې غرنۍ سیمه کې شوې ده.

د یو بل خبر له مخې د کونړ سیمه ییز چارواکي وایې، د ملي اردو او پولیسو په شپږ ورځنیو ګډو عملیاتو کې یې د کونړ او نورستان د مرکز پارون تر منځ لویه لاره د وسله والو مخالفینو له موجودیت څخه تصفیه کړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG