د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتونخوا: پر ګوزڼ ضد ډلو بریدونه، یو اهلکار او دوه پولیس ووژل شول


په فاټا کې د ګوزڼ ضد کمپین ېېل شو
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:03 0:00

په فاټا کې د ګوزڼ ضد کمپین ېېل شو

وړومبۍ پېښه د صوابې قاضي آباد سيمه کې نن سهار او دويمه پيښه د خيبر اجنسۍ جمرود سيمه کې نن غرمه مخې ته راغلې ده.

د خيبر پښتونخوا په صوابۍ او خيبر اجنسۍ جمرو سيمه کې پر ګوزڼ ټيمونو د ډزو بيلا بيلو پيښو کې يو د ګوزڼ ډلې اهلکار او دوه پوليس وژل شوي دي ۔


وړومبۍ پېښه د صوابې قاضي آباد سيمه کې نن سهار او دويمه پيښه د خيبر اجنسۍ جمرود سيمه کې نن غرمه مخې ته راغلې ده.

په صوابې ضلعه کې نن سهار خواوشا اتنيمې بجې د ګوزڼ ټيم په ساتنه مامور پوليس اهکارانو باندې د ډي پي او دفتر څخه د يو څو سوه ميټرو په فاصله ډزې وشوې چې پکې دوه پوليس والا اعجاز او افتخار ووژل شول ۔

د ډي پي او دفتر مشال ريډيوته وويل چې دواړه پوليس اهلکاران ټوپې سيمې ته دګوزڼ ډيوټې لپاره روان ول چې پرې نامعلومه موټر سائيکل سپرو ډزې وکړې، پوليس اهلکار افتخار پر هغه ځای مړ شو او اعجاز بیا سخت ژوبل شو.

د پېښور ليډي ريډنګ هسپتال وياند جميل شاه مشال ريډيو ته ژوبل پوليس اهلکار په هسپتال کې د آپريشن دوران ساه ورکړه۔

په دې اړه چې کله مشال ريډيو د ډي پي او(پوليسو مشر) صوابې سره تماس اونيوو نو هغه فقط دومره وويل:

"موږ د ککړو کسانو لټون کوو ، او د ګوزڼ مهم روان دی"

د پيرا ميډيکل ايسوسي ايشن صوابۍ صدر فضل حکيم مشال ريډيو سره خبرو کې په پيښه سخت خپګان څرګند کړو او ویې ويل چې داسې ډول پېښې د ګوزڼ په ضد مهم ته سخت زيان رسوي.

"موږ د دې کلکه غندنه کوو، دلته په صوابۍ کې تر دې مخکې هم داسې پېښې رامخي ته شوې، زموږ د صحمت محکمې اهلکار پکې مړ شو د سکول يو استاد پکې مړ شو پوليس والا پکې مړ شو نو موږ د حکومت څخه دا کلکه غوښتنه کوو چې د ګوزڼ ټيمونو او د صحت محکمې کارکونکو ته د تحفظ ورکړل شي"

د دويمې پيښې په اړه د جمرود پولیټیکل تحصیلدار عصمت الله وزیر مشال ریډيو ته وويل چې نن غرمه د خیبر اجنسۍ په جمرو نوې آبادۍ سیمه کې ناڅرګنده وسله والو د پولیو ضد کمپین کې کار کونکۍ یو تن یوسف په ‌‌ډزو وژلی دی.

نوموړی وویل چې دغه کارکونکی د پولیو ډیوټي پوره کولو وروستو خپل کور کې موجود وو چې وسله والو ورته غږ وکړ او او بهر راوتلو سره سم يي په نښه کړو.

دوی وويل چې د دغې پیښې پلټنې یې پیل کړې دي۔

ياده دې وي چې د خيبر پښتونخوا په ځینو سيمو او فاټا کې د ګوزڼ پر ضد مهم روان دې او دا هم د يادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې د جامعه حقانيه مهتمم مولانا سميع الحق ګوزڼ څاڅکي ماشومانو ته ورکول جایز ګرځولي ول ۔

د ځلاند یوسفزي ګزارش

XS
SM
MD
LG