د ملي اردو چارواکي وايي، د نورستان مرکزپارون ته د غځېدلې لارې د پرانیستو لپاره يي پرون د کونړ د چپې درې په ولسوالۍ کې پوځي عملیات پیل کړل.
د ۲۰۱ سېلاب قول اردو د دوهمې لوا ویاند محمدهارون یوسفزي مشال راډیو ته وویل چې په دې وروستیو کې د دولتي مامورینو پر وړاندې پر دې لاره په تګ راتګ کې ځینې ستونزې پیدا شوې وې او د دې پوځي عملیاتو هدف د دې خنډونو له مینځه وړل و.
نوموړي زیاته کړه، د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو ترمینځ په جګړه کي څلور وسله وال وژل شوي او دوه ملکي وګړي ټپيان دي خو افغان ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.
یوسفزی وايي، دوی په پام کې لري چې د نورستان تر مرکز پارون پورې ځان ورسوي او د لارې په اوږدو کې پوستې جوړې کړي.