د لاسرسي ځای

تازه خبر

جان کېري: پر ایران باید نوي بندیزونه ونه لګول شي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري د کانګرس له غړیو څخه وغوښتل چې په اوس وخت کې پر ایران نوي بندیزونه ونه لګوي ځکه د نړۍ قدرتونه د دې هېواد د اټمي لانجې د دایمي حل لپاره هڅه کوي او دې هدف ته د رسیدو په لومړي ګام کې له تهران سره شوې موقتي موافقه عملي کوي.


کېري پرون د سېشنبې پر ورځ د امریکا د استازیو جرګې د بهرنیو اړیکو د کميټې غړیو ته وویل چې؛ له تاسو غواړو چې زموږ مرکچېانو او ماهرانو ته فرصت ورکړي چې؛ خپل کارونه مخ ته یوسي:

"کله چې موږ خبرې اترې کوو او کوښښ کوو چې؛ یوې هر اړخیزې موافقې ته ورسیږو چې زموږ ټولې اندیښنې لیرې کړي، یو مهم حقیقت شته او هغه دا چې د ایران اټمي پروګرام به پرمخ لاړ نشي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دغه راز وویل چې؛ که د اعتماد جوړولو لپاره هغه موافقه چې تیره میاشت په جینوا کې رامنځ ته شوې سمه نتیجه ورنکړي، د امریکا حکومت به له کانګرسه وغواړي چې پر ایران نور بندیزونه ولګوي.

تیره میاشت د نړۍ شپږو قدرتونو او ایران موافقه وکړه چې؛ تهران به د خپل اټمي پروګرام ځیني فعالیتونه د شپږو میاشتو لپاره بندوي او په بدل کې یې لویدیځ پر تهران لګول شوي بندیزونه یو څه نرموي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG