د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ کې ګوزڼ وهلې پښتنه ماشومه مړه شوه


د ګوزڼ ناروغي پر ضد د کارکونکو پروژو چارواکي وایي په پاکستان د روان کال په لمړنیو ۱۱ میاشتو کې ۷۳ کسان ددې مرض ښکار شوي دي


د پاکستان په ستر صنعتي او کاروباري مرکز کراچۍ کې د ګوزڼ ښکار ماشومه مړه شوې ده. د بلدیه ټاون د امینې په نوم دغه څلور میاشتنۍ ماشومې تېره ورځ د کراچۍ د ماشومانو په هسپتال کې ساه ورکړه.


د ګوزڼ د مرض په ضد د کارکونکو پروژو چارواکي وایي په پاکستان د روان کال په لمړنیو ۱۱ میاشتو کې ۷۳ کسان ددې مرض ښکار شوي دي چې تراوسه پکې دوه اغیزمن شوي ماشومان مړه شوي او پاتې نور له دې مرض څخه اغیزمن شوي دي .

د ګوزڼ ضد د کمپین لپاره د پاکستان کوارډینټر ډاکټر زبیر مفتي د جمعې په شپه له مشال ریډیو سره په خبرو کې ویلي دي لمړی د کراچۍ په ګډاپ او بلدیه ټاونونو څخه دغه مرض زیات رپورټ کیدو خو اوس د کراچۍ د نورو برخو په استوګنو کې دا مرض ښکاره کیدل شورو شوي دي.

''په کراچۍ کې په تېرو دوو ورځو د ګوزڼ دوه کیسونه مخې ته راغلل،ددې مطلب دادی چې دا مرض په تیزۍ سره په خوریدو دی . په کراچۍ کې د بلدیه ټاون کومه ماشومه په د ګوزڼ د رنځ له امله مړه شوې ده ، هغې ته کله هم د ګوزڼ څاڅکي نه دي ورکړل شوي ، د هغوي مور پلار ددې نه انکار کولو، که دې ورستیو کیسونو ته وګورو نو د ګوزڼ په برخه کې د کراچۍ صورتحال د تشویش وړ دی''

د ډاکټر زبیر مفتي په خبرو په بلدیه او ګډاپ ټاونونو کې د څښاک په اوبو کې د ګوزڼ وایرس شتون لري . د هغه په خبره له سند صوبې څخه تراوسه په رپورټ شویو د ګوزڼ په اووه کیسونو کې ۴ کیسونه د کراچۍ په پښتنو ماشومانو کې موندل شوي دي .
په پاکستان کې د ګوزڼ ضد د کمپین مشر الیاس دوری وایی د ګوزڼ د مرض ګراف په پاکستان تر بل هرځایې اوچت دی او په پاکستان کې دننه زیاتره پښتنې کورینۍ ددې مرض څخه اغیزمنې دي.

نوموړي په دې اړه تېره شپه مشال ریډیو ته وویل

'' تراوسه چې د ګوزڼ کوم کیسونه په پاکستان کې مخې ته راغلي دي په دوي کې زیاتره د پښتنو د کورنیو ماشومانو په دې مرض اخته شوي دي . د قبایلي سېمو څخه ۵۰ ، خېبر پښتونخوا څخه ۱۰، سند صوبې څخه ۷ او د پنجاب صوبې څخه تراوسه ۶ د ګوزڼ کیسونه مخې ته راغلي دي . په مجموعي توګه په ټوله نړۍ کې د ګوزڼ د مرض کچه په پاکستان کې زیاته ده''

چارواکي وایي تراوسه پورې ددغې مرض ښکار شوو ماشومانو ته یا خو بیخي د ګوزڼ ضد څاڅکي نه دي ورکړل شوي او یا هم دوي په مسلسله توګه له دې څاڅکو څخه بې برخې پاتې شوي دي .

دغه چارواکي زیاتوي دوي د بلدیه ټاون تر څنګ د پاکستان په نورو برخو کې د ګوزڼ د مرض په ضد بیړني ګامونه پورته کول شورو کړی دي ترڅو په دې توګه ددغې مرض مخه ونیسي .
XS
SM
MD
LG