د افغانستان د هلمند ولایت په مارجې ولسوالۍ کې د ماین په یوه چاودنه کې دوه تنه ملکي وګړي مړه او یوولس تنه ټپیان شوي چې په ټپيانو کې یې یو پولیس دې.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک مشال راډیو ته وویل چې د دې چاودنې هدف د پولیسو یو رینجر موټر وو خو هغه ته زیان نه دې اوښتې.
تر اوسه د دواړو پيښو مسوولیت چا نه دې منلې.