د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان: په بادغیس ولایت کې ۵۷ طالبان شوي


د بادغیس امنیتي مسوولین وایي چې د دې ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو په یوې نښتې کې چې څو ورځې یې دوام وکړ ۵۷ طالبان مړه او ۴۸ ټپيان شوي دي.


په بادغیس کې د ملي اردو د دریمې لوا قوماندان داودشاه وفادار مشال راډیو ته وویل دغه نښته هغه مهال پیل شوه کله چې وسله والو طالبانو د افغان امنیتي ځواکونو په اکمالاتي کاروان حمله وکړه.

قوماندان وفادار وایي چې؛ په دې نښته کې چې دولس ورځې یې دوام وکړ د ملي اردو پنځه تنه سرتیري هم مړه او پنځلس ټپيان شوي دي.

د وسله والو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي بیا رسنیو ته ویلي چې؛ په دې پيښه کې د ملي اردو پنځوس سرتیري وژل شوي دي.

افغان چارواکي بیا د طالبانو دا ادعا ردوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG