له امريکا خپرېدونکې د وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې په راپور کې ويل شوي چې، د پاکستان وزيراعظم او افغان ولسمشر د کابل په خپل وروستي ملاقات کې افغان طالبان د سولې خبرو ته د کښېنولو په لړ کې د پرمختګونو ذکر وکړ خو دا چې دغه کار به څه رنګه پر مخ وړي، په اړه يې زيات څه و نه ويل.
ورځپاڼه وايي، د نواز شريف او حامد کرزي د تېر اتوار ورځې د خبرو د ايجنډا مهم ټکی د افغان طالبانو مشر تابه د رسېدو پر لارو چارو نظر شريکول وو.
ورځپاڼه زياتوي، په تېر جون مياشت کې د پاکستان د وزيراعظمۍ چوکۍ تر لاسه کولو وروسته نواز شريف د اول ځل لپاره کابل ته سفر وکړ.
افغان او پاکستاني چارواکو ويلي چې د دغه سفر هدف د دواړو هېوادو د حکومتونو تر مينځ د اعتماد د يوې فضا رامنځ ته کول وو.
د اسلام اباد او کابل اړيکې تر هغې وروسته ترينګلې شوې چې د دواړو هېوادونو ځواکونو په تېر سپرلي کې د ډيورنډ پر کرښه پر يوه بل ډزې وکړې.
د ورځپاڼې په راپور کې راغلي، په افغانستان کې د طالبانو غورځنګ يوه اوږده موده د پاکستان خاوره د يوه پټنځای په توګه کارولې ده. د افغان طالبانو د مشرانو په اړه ويل کيږي چې د پاکستان په کوټه، پېښور او کراچۍ ښارونو کې ژوند کوي.
ورځپاڼې بيا د پاکستانيو چارواکو خبره راخيستې چې وايي، پاکستاني طالبان د افغانستان په سرحدي سيمو کې، چې د دوئ په خبره، افغان پوليس يې په سمه توګه نه شي سنبالولای، پټيږي.
ورځپاڼه وايي، د نواز شريف کابل ته د وروستي سفر پر مهال پاکستانيو او افغان ځواکونو يوارې بيا پر پاک افغان پوله پر يوه بل ډزې وکړې.
ورځپاڼه کاږي، د پاکستان پوځي او استخباراتي اسټيبلېشمنټ لا هم د اسلام اباد پر بهرنۍ پالېسۍ نفوذ لري. خو ورځپاڼه زياتوي چې نواز شريف د خپل يو وروستي اقدام په ترڅ کې د پاکستان پوځ د ملکي حکومت په کنټرول کې د راوستلو يوه هڅه وکړه. نوموړي د دغه هېواد د پوځ د مشرۍ لپاره جنرال راحيل شريف ونوماوه، چې د ورځپاڼې له ليکنې سره سم، يو غير متوقع اقدام وو.
د ورځپاڼې په راپور کې دغه راز ويل شوي، نواز شريف او حامد کرزي په داسې مهال له يو بل سره وليدل چې ولسمشر کرزی له امريکا سره د امنيتي او دفاعي تړون لاس ليک کولو او يا هم نه لاس ليک کولو پر لانجه اوښتی دی.