د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سوات په کالام کې د ځنګلونو وهل دوام لري


د سوات د سیلاني سیمې کالام د ځنګلونو د خوندي کولو د کمیټې غړي وايي ــــ چې د تیرې څه مودې راهیسې د حکومت د ځنګلونو د حفاظت د ادارې چارواکي ـــ د لرګو د سمګلرانو سره په شریکه د سیمې ځنګلونه وهي ـــ او د هیواد ښاري سیمو ته يي وړي.

د کمیټې مشر ـــ رامیز خان په سوات پریس کلب کې یوې خبرې غونډې ته د وینا په وخت ـــ د حکومت نه غوښتنه کړي ــ چې د سیمې د ځنګلونو حفاظت دې یقیني کړي.

په سوات کې د ځنګلونې د حفاظت د ادارې ـــ چارواکي ــ محمد سلیم خان دغه تورونه رد کړي دي او زیاته يي کړې ده ـــ چې د ځنګلونو د حفاظت لپاره ـــ د ځايي خلکو سره په شریکه کار کول غواړي
XS
SM
MD
LG