د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان وزيراعظم له کابله اسلام اباد ته رسېدلی


د پاکستان وزيراعظم نواز شريف د کابل تر يو ورځني سفر وروسته بېرته اسلام اباد ته رسېدلی دی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې نوموړي هلته له افغان اولسمشر او نورو چارواکو سره ګټور ملاقاتونه کړيدي او د افغانستان امنيت ، صلح او کرارۍ په لړ کې د خپلې مرستې تکرار کړېدی.

د بهرنیو چارو له وزارته خپره شوې یوه خبر پاڼه کې ویل شوي چې وزیراعظم له افغان اولسمشر سره په خپل ملاقات کې له افغانستان سره د تجارت او انرجۍ د منصوبو او په ۲۰۱۴ م کال کې له افغانستانه د نېټو د ځواکونو تر وتلو وروسته پر اړوند په چارو خبرې وشوې.

وزیراعظم نوازشریف ـد افغانستان د بیا ودانۍ او اقتصادي ودې لپاره د خپل هیواد مرستې د ۳۸۵ میلینه ډالرو څخه ۵۰۰ میلینه ډالره ته د اوچتولو اعلان هم وکړ.

بلخوا د افغانستان د ولسمشر له دفتره پرون جاري شوې یوه خبر پاڼه کې وییل شوي چې ولسمشر حامد کرزي د ملاقات پرمهال د وزیراعظم نواز شریف نه وغوښتل چې ملابرادر او نور طالب بندیان دې په مکمله توګه خوشي کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG