اپوزیسیون: د اوکریاین ولسمشر دې استعفی وکړي
د اوکراين د حکومت مخالفانو د دې هېواد له ولسمشر څخه وغوښتل چې له اروپايي ټولنې سره د يوه تړون د لاسليک تر ردولو وروسته استعفى وکړي. داسې ښکاري چې ويکتور يانوکوويچ د مسکو د سختو فشارونو له کبله د دې تړون له لاسليکولو ډډه کړې وي. د حکومت د سياسي مخالفانو په پرېکړه ليک کې چې په يوه غونډه کې د سندرغاړي او فعال روسلانا ليژهيچکو له خوا ولوستل شو، له ولسمشر څخه غوښتل شوي چې بايد استعفى وکړي.