د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان له ایرلنډ سره فاینل لوبه کوي


افغانستان پرون د جعمې پر روځ په ابوظبۍ کې له نيپال څخه د کرکټ د شل اووريزه لوبو نيمه پايلوبه وګټله او پايلوبې ته يې لار پيدا کړه.


پايلوبه به نن په ابوظبۍ کې له ايرلنډ سره ترسره کېږي.

د کرکټ بورډ د رسنيو مسوول فريد هوتک مشال راډيو ته وويل چې له ايرلنډ سره د لوبې د ګټلو لپاره سخته مبارزه په کار ده.

افغانستان د ٢٠١٤م کال د شل اووريزو لوبو نړيوال جام ته د رسېدو لپاره په عرب اماراتو کې په خپل ګروپ کې له اوو لوبډلو سره لوبې وکړې، چې يوازې يوه يې وبايلله او په دې توګه يې دغه جام ته لار پيدا کړه.

افغانستان د ٢٠١٥م کال د پنځوس اووريزو لوبو نړيوال جام ته غوره شوى دى.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG