د لاسرسي ځای

تازه خبر

کونړ: د پاکستان له خوا شل راکټونه ویشتل شوي


د کونړ امنیتي مسوولین وایي، چې د دې ولایت شېګل ولسوالۍ ته د پاکستان له خاوري څخه شل راکټونه توغول شوي دي.


د کونړ ولایت امنیه قومندان عبدالحبیب سیدخیل مشال راډیو ته وویل؛ دغه راکټونه پرون د جعمې پر ماښام ناوخته راغورځول شوي، چې ځاني تاوان نه لري، خو مالي زیانونه یې پيښ کړي دي.

د دې ولایت یو شمېر خلکو مشال راډیو ته وویل؛ افغان ولسمشر دې دغه موضوع د پاکستان له وزیراعظم نواز شریف سره په خپلو خبرو کې مطره کړي.

د کونړ دولتي مسوولین وايي، چې د پاکستان له خاورې له تېرو شا او خوا څلورو کلونو راهیسې د دې ولایت بیلا بیلو سیمې په راکټونو ویشتل شوي، چې لسګونه کسان په کې وژل شوي او سلګونه کورنۍ له خپلو کورونو کډه کېدو ته مجبورې شوي دي.
XS
SM
MD
LG