د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر کرزي پر حميد الله توخي ځان وژونکې حمله وغندله


ولسمشر حامد کرزي د ولسي جرګې پر استازي حميدالله توخي پرونۍ د جعمې پر ورځ ځان وژونکې حمله وغندله.


پرون مازيګر په کابل کې د ښاغلي کور ته ځانمرګى بريد کوونکى د مېلمه په نامه ورغلى و، چې هلته يې چاودنه وکړه او ښاغلى توخى، يو ساتونکى او درې مېلمانه يې ټپيان کړل.

د جمهوري رياست په اعلاميه کې ولسمشر کرزي دغه حمله غندلې او ويلي يې دي، د مېلمانه له نوم څخه ناوړه استفاده او د خلکو پر شخصي حريم حمله د افغاني او اسلامي ارزښتونو خلاف عمل دى.

چارواکي وايي په ولسي جرګه کې د زابل د خلکو استازى حميد الله توخى او نور ټپي شوي کسان په ښه روغتيايي وضعيت کې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG