د افغانستان د زابل په مرکز کې د پنجشنبې پر ورځ ناوخته ناڅرګندو وسله والو يو قومي مشر په نښه کړی او وژلی يې دی.
وژل شوی قومي مشر حاجي محمد رسول کوچی نومېده.
له سیمې د مشال راډیو خبریال وايي چې دا پېښه تېره ورځ ناوخته د قلات ښار په مېزانې اډه نومي سيمه کې رامنځ ته شوه.
محمد رسول کوچي دا مهال د سولې په ولايتي شورا کې دنده تر سره کوله او تر دې وړاندې د زابل د سولې شورا مشر وو.