د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران او پاکستان کې افغان کډوالو ته د رایه ورکولو زمینه نه برابریږي


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي، اوس د دې موقع له لاسه وتې چې، په پاکستان او ایران کې دې افغان کډوال په انتخاباتو کې برخه واخلي.


د دې کمیسیون د دارالانشا رییس ضیا الحق امرخیل د پنجشبې په ورځ مشال راډیو ته وویل؛ د کډوالو د نوم لیکنې او په انتخاباتو کې د ګډون لپاره نږدې شپیته ملیونه ډالروته اړتیا وه؛ چې کمیسیون ته ورنه کړل شوی.

هغه وویل، اوس وخت تیر شوی او امکان نشته چې په پاکستان او ایران کې افغان کډوالو ته کارتونه ورکړل شي او په انتخاباتو کې برخه واخلي.

په یادو دوو هیوادونو کې شاوخوا څلور ملیونه افغانان پراته دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG